د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې استازي یې د هلمند سیند د حقابې په اړه د افغانستان له سرپرست حکومت سره له نږدې په خبرو بوخت دي او ښو پایلو ته رسېدونکي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د دغه هېواد دولتي راډیو ټلوزیون ته ویلي، سرپرست حکومت ډاډ ورکړی چې د وروستیو نښتو تر شا کوم ځانګړی هدف نه شته او زیاتوي چې ایران د افغانستان شرایط درک کوي. تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر هم ویلي وو چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر پوله نښتې لنډې وې او ستونزه حل شوه.
































