د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې میلادي میاشتې په پای کې پر افغانستان غونډه کوي. په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو سفیرې لانا نسیبه پرون په یوه کنفرانس کې وویل، دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه نېټه جوړه شي. متحده عرب امارات روانه میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي. نسیبه وویل، امارات به د امنیت شورا د غړي او دوره يي مشر په توګه هڅه وکړي چې د افغانستان په اړه د هېوادونو همغږي لا پیاوړې شي.
































