پکتیا کې یوشمېر مالداران اندېښنه ښيي چې پاکستان څخه واردېدونکي څاروي پر ناروغیو اخته دي او له امله یې د دوی روغ څاروي پر ناروغیو د اختهکېدو له ګواښ سره مخ کړي دي. ګردېز ښار کې مالداران وایي، کوم څاروي چې له پاکستانه او نورو هېوادونو څخه په غیر قانوني توګه هېواد ته واردېږي، د تبک، د پوستکي دانو او په نورو بېلابېلو ناروغیو اخته وي چې له کبله به یې پکتیا کې شته څاروي هم پر ناروغیو اخته شي. مالداران سرحدي سیمو کې په غیرقانوني توګه د واردېدونکو څارویو د مخنیوي غوښتنه کوي. بلخوا د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د څارنې او روغتیایي خدمتونو امر سیدشیراغا افضلي وایي، پاکستان څخه را واردېدونکي ټول څاروي واکسین او ناروغ هغه قرنطین کوي.
































