د میدان وردګو ولایت امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ١٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، چې دغه پېښه د مرکز بهسودو ولسوالۍ اړوند د کوتل آب بند په سیمه کې د مارسډیز موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په کې ٢ تنه مړه او ٨ تنه ټپيان شوي دي. اسرار زياته کړه، چې د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د یادې ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي، چې د ځينو روغتيايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
































