رویټرز راپور ورکړی چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند رییس پروېز الهي پرون د فساد په تور د دې هېواد په لاهور ښار کې نیول شوی دی. له دې وړاندې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د رهبرۍ ځینې مهم غړي هم د دې هېواد په وروستیو تاوتریخجنو لاریونونو کې د لاس لرلو په تور د پولیسو له لوري نیول شوي وو.
































