د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د کروندګرو د حاصلاتو د ساتنې په موخه د هېواد په ټولو زونونو کې سړې خونې او معیاري تولیدي کارخونې جوړوي. د دغه وزارت تخنیکي مرستیال وايي، د دغو سړو خونو د جوړېدلو لپاره پر یوې تګلارې کار روان دی او په وروستي کېدو سره به یې په راتلونکي کې په دې برخه کې د کروندګرو ستونزې حل شي. یو شمېر کروندګر او بڼوال هم د خپلو حاصلاتو د ساتنې لپاره په خپلو سیمو کې د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه لري. دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د راټولولو موسم رارسېدلی خو د کروندګرو او کارخونو لرونکو په وینا د معیاري سړو خونو نشتون د دوی پر وړاندې جدي ستونزه ده.
































