د وینزویلا ولسمشر نیوکلاس مادورو د خپلو پلویانو یوې سترې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې امریکا د کرونا وبا پر مهال هم له پاروونکو سیاستونو لاس نه دی اخیستی. نوموړي ویلي، فکر یې کول چې امریکا به لږ تر لږه د کرونا وبا پر مهال له خپلو شر اچوونکو سیاستونو مخ وګرځوي خو په وینا یې هغوی دا لا ښه موقع وبلله او د نورو په چارو کې یې لاسوهنه لا پراخه کړې ده. مادورو زیاته کړې چې اوس په دې ټول پوهېدلې چې امریکا یوازې د وینزویلا نه بلکې د ټولې نړۍ دښمنه ده او دا هېواد له امریکایانو پرته د نړۍ پر سر د بل چا ښه ژوند نشي زغملی. نوموړي دغه راز ویلي چې امریکا یې دښمنه ده او تر مرګه به یې پر وړاندې ودرېږي.
































