د زابل د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لاره ۷۲ پلچکونه په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي. د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس وايي، چې د زابل مربوطاتو کې د کابل – کندهار د لويې لارې د رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټولو برخو ته یې پاملرنه کېږي. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د کندهار – زابل پر لویه لاره د څه باندې ۷۲ کلیومتره په اوږدوالي د سړک خرابو برخو په اساسي ډول د رغونې او پر دې لاره د تخريب شويو پلچکونو د جوړېدو چارې هم روانې دي.د کابل – کندهار لویه لاره د هېواد د کانونو د استخراج په مقابل کې جوړېږي چې اوسمهال یې چارې رواني دي.
































