مصنوعي ځیرکتیا په امریکا کې زرګونه خلک بې دندو کړي دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا له کبله په تېره یوه میاشت کې ۳۹۰۰ کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. دا لومړی ځل دی چې چیلنجر، ګری او کریسمس په خپل میاشتني راپور کې مصنوعي ځیرکتیا د دندو او کسب دې له لاسه ورکولو یو لامل یاد کړی دی. په ټوله کې تېره میاشت په امریکا کې ۸۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
































