وروسته له هغه چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې دوی به له افغانستان سره جنس په جنس یا بارتر سوداګري پیل کړي، د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې دوی تر اوسه په دې برخه کې کومې پایلې ته نهدي رسېدلي. د سوداګرۍ خونې مسوول خان جان الکوزی وايي، د پاکستان لهخوا د بارتر سوداګرۍ موضوع څه موده وړاندې راپورته شوې وه، خو د ده په وینا تر اوسه په دې اړه هوکړې ته نهدي رسېدلي. الکوزی وايي، د بارتر سوداګري معمولاً د مشترکالمنافع هېوادونو ترمنځ کېږي او دا مهال دا ډول سوداګري د پاکستان په ګټه ده، ځکه د ده په خبره پاکستان دا مهال له پولي او بانکي ستونزو سره مخ دی. په همدې حال کې د افغانستان د مېوو او سبزیو د ټولنې مشر حاجي امید حیدري وايي، له پاکستان سره بارتر سوداګري د افغانستان په ګټه نهده او پاکستان ته د افغانستان واردات د صادراتو په پرتله کم دي.
































