د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري او مالي مرستیال د رییس الوزرا له ځای ناستي سره په کتنه کې ویلي چې له افغانستان څخه بهر ته یې د غنمو د قاچاق بشپړ مخنیوی کړی. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ویلي، د هېواد په کچه د غنمو د زیرمو جوړولو پر پلان کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې هېواد ته د اوړو د وارداتو کچه راټیټه شي. هغه زیاته کړې، په ټول هېواد کې یې پر کروندګرو سلګونه ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي او دغه راز د اوبو د ګڼ شمېر سربندونو په جوړولو کار روان دی چې په بشپړېدو سره به یې د کروندګرو د اوبو لګولو ستونزه هم هواره شي.
































