د پاسپورټ ریاست رییس وایي هره میاشت تر سلو زرو زیات پاسپورټونه مراجعینو ته وېشل کېږي. هغه دا خبره، د رییس الوزرا اداري مرستیال ته د راپور ورکولو پر مهال کړې ده. نوموړي ویلي، د پاسپورټونو د وېش د لازیاتوالي په موخه هڅې روانې دي. خو د کابل ښار ځينې اوسېدونکي د پاسپورټ د وېش پر بهیر نیوکه کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د پاسپورټ د وېش د بهیر اسانه کولو ته نورهم پام وکړي. تر دې وړاندې د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي، چې دغه ریاست هڅه کوي چې د پاسپورټ د وېش ظرفیت په ورځ کې تر ۱۵ زرو ټوکو ورسوي.
































