د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوړې تر مراسمو وروسته خپله نوې کابینه اعلان کړه چې ۱۷ وزیران او یو لومړی مرستیال وزیر جودت یلماز پکې شامل دی. په نومول شویو کسانو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر محمد نوري ارسوي او د اردوغان د حکومت په تېره دوره کې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا په خپلو دندو پاتې دي. اردوغان د خپلې كابينې د غړو د معرفي كولو پر مهال خپله نوې دوره د تركيې د سل كلن جمهوريت د اهدافو د پوره كولو لپاره د خدمت موده وبلله. اردوغان وویل چې د هغه نوې کابینه به د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ خپله لومړنۍ غونډه وکړي.
































