د سوريې خبري اژانس خبر ورکړی، چې د سوريې او عراق په سرحدي سيمه کې عيني شاهدانو ويلي، په همدې ورځ په سوريه کې د امريکايي غير قانوني سرتېرو د دغه هېواد له شمال شرقه ۴۵ ټانکره غلا شوي تېل د دغه هېواد د محمودي غير قانوني کرښې له لارې د عراق شرقي سيمې ته وړي دي. په وروستۍ موده کې امريکايي پوځ څو ځله له سوريې څخه تېل غلا کړي او د جون په لومړۍ نېټه يې په ډله ييزه توګه ۴۹ تېل وړونکي موټرونه بهر ته ليږلي دي.
































