د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې ۱۴ کسانو ته د کانونو د فني استخراج په موخه د کان کیندلو اجازت لیکونه وسپارل. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي، چې د کان د استخراج اجازت پاڼې په موقت ډول د نهو میاشتو لپاره یادو کسانو ته ووېشل شوې او که چېرې په نهو میاشتو کې دغه کسان د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د قانون او شرایطو سره سم یې استخراج ترسره کړی وي ورته بیا اجازت پاڼې ورکول کېږي. ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال وویل، چې په دې اجازت پاڼه کې د کانونو وزارت مکلف دی، چې د ساحې مقدماتي سروې ترسره، استخراج کوونکي ته موقت اجازه لیک صادر، د موقت اجازه لیک لرونکی د منرالي فعالیتونو څخه څارنه ترسره، د سرغړونې په صورت کې ورسره اجازه لیک فسخه او د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د اجازه لیک په شرایطو کې تعدیلات راوستی شي.
































