د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د رييس الوزرا د اقتصادي مرستيال شتون کې له خصوصي مخابراتي شرکتونو سره د ۳٦۵ میلیونو افغانیو په ارزښت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو رسولو قراردادونه لاسلیک کړل. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د یادو تړونونو د لاسلیک کېدو پر مهال وویل چې سرپرست حکومت د ملت خدمت د ځان مسوولیت ګڼي او په ټول توان هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د ژوند د نورو برخو ترڅنګ په ښه او لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونه هم وړاندې کړي. د دغو تړونونو له مخې به افغان بیسیم او ام ټيان مخابراتي شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کنړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د ۳۳ سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو لرې پرتو سیمو کې، چې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.
































