په کابل کې د چین سفیر د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې له افغانستان سره د همکاریو پر دوام د ټینګار تر څنګ ویلي، چې هېواد یې د عامې روغتیا وزارت د اړتیا وړ برخو کې همکارۍ ته چمتو دی. د سرپرست حکومت د عامې روغتیا سرپرست د جمهوریت روغتون رفورم ته په اشارې ویلي، چې د دې روغتون د ارتقا لپاره همکارۍ ته ضرورت لرو، چې د اصلاحي پلان په بشپړولو سره به یې اړتیاوې شریکې شي. د عامې روغتیا وزیر همدا راز د چین له سفیر څخه غوښتي، چې له یاد وزارت سره دې د یوه هوکړه لیک له مخې د تعلیمي پروګرامونو په برابرولو کې همکاري وکړي.
































