د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وايي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو سره هېواد ته د کډوالو د راستنېدو کچه لوړه شوې او هره ورځ سلګونو کسان بېرته خپل هېواد ته راستنیږي. نوموړي دغه څرګندونې پرون په ارګ کې د ریاستالوزرا له سرپرست سره په لېدنه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې له کډوالو سره د مرستو او لاسنیوي په موخه یې له بېلابېلو موسسو سره د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي. په دې لیدنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي سرپرست حکومت هڅه کوي ټولو افغانانو ته په هېواد کې د ارامه او سوکاله ژوند زمینه برابره کړي.
































