د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ایران د صادراتو ادارې له ريیس سره په کابل کې د لېدنې پر مهال د طبي ټکنالوژۍ او درملو په برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. دغه وزارت د قلندر عباد له حواله پر ټویټر ليکلي، پهدې ناسته کې يې له ايرانه غوښتي چې په افغانستان کې د سيروم د توليد یوه فابريکه جوړه کړي او ایراني لوري ډاډ ورکړی چې له څېړنو وروسته به له دغه وزارت سره د سیروم د تولید د فابریکې په جوړولو کې همکاري وکړي.
































