د چاپېریال د نړیوالې ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د هوا د ککړتیا په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې هر کال له ۴۰۰ میلیونه ټنو زیات پلاستیک تولیدېږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د مې په ۵مه نېټه، د پلاستیکي کثافاتو د ناوړه پایلو مخنیوي پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې یو شمېر نړیوالو مرکچیانو د روان کال تر نومبر میاشتې پورې، په نړیواله کچه د پلاستیکي ککړتیا د له منځه وړلو لپاره، د تړونونو مسوده جوړه کړې ده. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په نړیواله کچه، د چاپېریالي ککړتیا د مخنیوي په برخه کې، پرمختګونه اعلان کړل او ویې ویل چې له تېرې اوونۍ راهیسې یي د یوه لازمي قانون جوړولو په هدف، له ۱۳۰ هېوادونو سره خبرې پیل کړي دي.
































