د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بهر مېشتو افغان علماوو او متخصصینو د مشورتي ټولنې له غړو سره چې په امریکا، عربي او اروپایي هېوادونو کې فعالیت لري کتلي دي. په دې کتنه کې بهر مېشتو افغان علماوو ویلي، له تېرو څلورو لسیزو وروسته فرصت برابر شوی چې هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي او هڅه کوي په بهر کې نور مېشت افغانان، بهرني سوداګر او متخصصین هم افغانستان ته را دعوت کړي. دغو علماوو او متخصصینو په اقتصادي، سیاسي او د بیارغونې په برخو کې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل سره شریک کړل. ورته مهال سیاسي مرستیال ویلي، سرپرست حکومت د ټولو افغان شخصیتونو د راستنېدو هر کلی کوي. نوموړي زیاته کړې، سرپرست حکومت هڅه کوي افغان کادرونو ته په هېواد کې د خدمت زمینه برابره کړي.
































