د ناروې د کډوالو شورا په کندهار کې د ښځینه کارکوونکو په ګډون د خپلو فعالیتونو د بیا پيل خبر ورکړی دی. د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ پرون په خپل ټویټر لیکلي، دوی خوښ دي چې په کندهار او ځینو نورو سیمو کې يې خپل بشري فعالیتونه بیا پیل کړل. د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نهدي ویلي. ایګلنډ تېره میاشت رویټرز ته ویلي وو چې په کندهار کې د سرپرست حکومت مشرانو په نړیوالو ادارو کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو د موقتي کار بیا پیلولو ته لېوالتیا ښودلې ده. ایګلنډ په کندهار او کابل کې د سرپرست حکومت له مشرانو سره تر لیدو وروسته ویلي و، افغان چارواکو ورته ویلي چې د افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه د دوی ملي لارښود به ډېر ژر نهايي شي.
































