د اوبو او برېښنا وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت تخنیکي ټیمونو د سروبي برېښنا د لومړي او دوهم بند له ساحو څخه لیدنه وکړه. د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ معینیت او د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت تخنیکي ټیمونو د سروبي برېښنا لومړي او دویم بند له ساحو څخه د مخکیني هوکړه لیک پر بنسټ چې د دې وزارت او د یاد شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و، لیدنه وکړه. د ابو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو ساحو څخه د لیدنې پرمهال، د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ برنامو رییس انجنیر فرهاد محمودي او ورسره مل د انرژۍ معینیت تخنیکي ټیم، د ۷۷ ترکي شرکت استازی بوراک اونسال او ورسره مل تخنیکي ټیم، د یادې پروژې د چارو د پیل په موخه خپلې ارزونې ترسره کړې. د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې د اوبو او او برېښنا وزارت او د ترکیې هېواد د ۷۷ ودانیز شرکت ترمنځ لاسلیک شوی، یاد شرکت خپلې څېړنې بشپړې او د اوبو او برېښنا وزارت ته یې سپارلې، چې د تخنیکي او اقتصادي څېړنو د وروستي کولو لپاره یې کار دوام لري.
































