د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن سعودي عربستان ته خپل سفر پیل کړ. د بلېنکن د سفر هدف به د واشنګټن او ریاض د ترینګلو اړیکو بیا جوړول وي. د دې دوو هېوادونو اړیکې، له تېرو څو کالو راهیسې د ایران او د سیمې د امنیتي پالیسیو پر سر سړې شوي دي. تمه ده چې بلېنکن به په پلازمېنه ریاض او ساحلي ښار جده کې له سعودي چارواکو او احتمالا ولیعهد محمدبن سلمان سره چې د سعودي رښتینی واکمن بلل کېږي وګوري. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان هم د مې په اوومه په سعودي عربستان کې و.
































