د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارگینای سره کتلي دي. په دې کتنې کې حامد کرزي د افغانستان له خلکو سره د ترکیې له همکاریو په خاصه ټوگه افغان ځوانانو ته د سکالرشیپونو له ورکړې او تحصیلي مرستو مننه کړې او هیله یې څرگنده کړه چې یادې همکارۍ دوام ومومي. همداراز د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو او کار ته د ښځو پر بېرته ستنېدو ټینګار شوی او په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره ملي دیالوگ اړین بللی دی.
































