د اروزګان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ سربېره، ۶ ولسوالیو کې د یونیسف موسسې له لوري ۱۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي. د دغه ولایت د پوهنې رییس وايي، چې د یونیسف موسسې د ترسره شوي هوکړه لیک پر اساس، دغه موسسه په مرکز ترینکوټ سربېره، ۶ ولسوالیو کې ۱۳ ښوونځيو ته په پاخه او اساسي بڼه ودانۍ جوړې کړي. نوموړي زیاته کړه، چې په دغو رغنیزو چارو کې د اوبو سېسټم، لمریزه برېښنا، تشنابونه، ۶ درسي خونې او نورې اړوندې چارې ترسره کېږي.
































