د افغانستان بانک وايي چې په هېواد کې له زړو بانکنوټونو سره د نویو هغو د بدلون پروسه پیل شوې. د افغانستان بانک نن ویلي چې د لسو او شلو افغانیو زاړه بانکنوټونه له نن څخه له نویو بانکنوټونو سره بدلېږي. بیان زیاتوي چې خلک کولی شي زاړه بانکنوټونه د افغانستان بانک څانګو کې او نورو سوداګریزو بانکونو ته وروړي او پر ځای یې نوي هغه ترلاسه کړي. د هېواد مرکزي بانک وايي، د بانکنوټونو د بدلون لپاره هېڅ کمېشن نه اخلي. له دې مخکې ډېرو خلکو د زړو بانکنوټونو له چلند څخه شکایت کاوه او ویل یې چې زاړه بانکنوټونو په بازارونو کې د پیسو د راکړې ورکړې چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړې وې.
































