ولسمشر غني وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې په تړاو شته اجماع ته زیان رسوي. ولسمشر غني د افغانستان د سولې په برخه کې د اجماع په تړاو د شلو هېوادونو ویډيويي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو طالبانو جګړو او تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده. دده په خبره د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې هڅو ته زیان رسوي او رامنځ ته شوې اجماع زیانمنوي. نوموړي ویلي طالبانو ته یې د جګړې پر ځای د یوې سیاسي لارې وړاندیز کړی دی او ښه به وي چې دغه ډله له جګړو لاس واخلي. ولسمشر د سولې له روان بهیر د ټولو ګاونډیو او نورو ملګرو هېوادونو ملاتړ هم مهم بللی دی او له دوی یې غوښتي چې له افغان سولې سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
































