د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند وایي چې په هېواد کې به د متقاعدینو تنخواوې د دارلافتاء له خوا تر څېړنې وروسته ورکړل شي. د نوموړي په وینا، د متقاعدینو د معاشونو ورکړه شرعي اړخونه لري چې له همدې امله دارلافتاء له خوا څېړل کېږي. له دې سره هممهاله ځينې متقاعدین یوځل بیا د خپلو معاشونو په ورکړه کې پر ځنډ نیوکه کوي. دوی وايي چې د دوو کلونو له تېرېدو سره یې تنخواوې نه دي ورکړل شوي. تقاعد شوي کسان وایي، چې د خپلې تنخوا د نه ورکول کېدو له امله یې په ځلونو اعتراضونه کړي؛ خو د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره، تر اوسه د سرپرست حکومت له لوري تنخوا نه ده ورکړل شوې. تر دې وړاندې مالیې وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال په بودجه کې د متقاعدینو تنخوا په پام کې نیول شوې او ورکول کېږي.
































