د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست په هڅو یې د چپرهار ولسوالۍ په ۱۲ کلیو کې په سلګونه جریبه ځمکه باندې د شفتالو، مالټو، سرو املوکو، لیمو، لوکاټو او ناکو بڼونه جوړ کړي دي. د دوی په خبره، بڼوالو او بزګرانو سره له نږدې کار کوي او د بڼونو د شاخه برۍ، اوبولګولو، امراضو کنترول، حاصل ټولولو او ګڼو نورو برخو کې عملی او نظري زده کړې بڼوالو ته ورکول کیږي.
































