د بدخشان د کرنې اوبو لګولو او مالداري ریاست وايي، چې په دې ولایت کې یې لسګونه بزګرانو ته د غنمو د راټولولو ماشینونه ویشلي دي. د دوی په خبره، چې ۵۰ ماشینونه یې د یاد ولایت په بهارک او کشم ولسوالیو کې بزګرانو ته ورکړي دي. ورته مهال دغه بزګران وايي، چې د ددې ماشینونو په ترلاسه کېدو سره به یې په کارونو کې اسانتیاوې رامنځته شي. دوی له حکومت څخه دغه راز غوښتنه کوي، چې د کرنې په برخه کې دې لا ډيرې مرستې ورسره وشي.
































