د روغتیا نړیوال سازمان وایي که پر وخت اقدام و نه شي نو د کرونا په څېر د ورته نورو وباګانو د راتګ احتمال شته دی. ددغه سازمان په خبره په راتلونکو دوو کلونو کې به هېوادونه میلیاردونه ډالر ولګوي څو له حیوانه انسان ته د ناروغیو د لېږد مخه ونیسي. د سرچینې په خبره د غوښو ډېر مصرف، په طبعیت کې د انسان مداخله او د ځمکې ګرموالی ددې سبب شوی چې د کرونا په څېر وبايي ناروغۍ ډېرې شي. دغه سازمان وایي چې که په راتلونکو کلونو کې هېوادونه په ګډه د انسان او حیوان د مشترکو ناروغیو په مخنیوي او تدابیرو کې همکاري و نه کړي نو ښایي نور ناورینونه هم رامنځ ته شي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې دغه ډول ناروغۍ هر کال په نړۍ کې تر ۲ میلیونو پورې انسانان وژني او میلیاردونه ډالر مالي زیانونه اړوي.
































