د زابل ځايي مسوولین وايي، چې د کلات ښار اړوند د پل سنګي په سیمه کې د یو مازدا او ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله نهه کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي. د زابل د مرکزي روغتون سرطبیب ډاکټر نذیر احمد حریفال وايي، چې د پیښې ټپيان د زابل مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.
































