سره له دې چې د بین الافغاني خبرو د ژر پيلېدو لپاره افغانان شېبې شماري، خو یو شمېر سرچینې وايي چې د دغو خبرو پیل تر نامعلومې ځنډېلی دی. رسنیو ته رسېدلي معلومات ښيي چې د سولې بین الافغاني خبرې باید په جولای میاشت کې په دوحه کې پيل شوې وای، خو د طالب زندانیانو د خلاصون پر سر د یو شمېر ستونزو د موجودیت له امله دغه خبرې ځنډېدلي. بلخوا افغان حکومت بیا د تاوتریخوالي دوام د سولې د خبرو د پيل پر وړاندې خنډ بولي، همدا راز د ولسي جرګې غړي بیا حکومت تورنوي چې د سولې په لار کې خنډ جوړوي.
وروسته له هغه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، ټاکل شوې وه چې په لسو ورځو کې باید بین الافغاني خبرې پيل شي، خو له هغه نېټې میاشتې تېرېږي او بین الافغاني خبرې نه دي پیل شوې. طالبانو د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره د پینځه زره طالب زندانیانو خوشي کول مهم شرط ټاکلی و، چې اوس ویل کېږي پر همدې شرط د ناندریو له امله بین الافغاني خبرې ځنډېدلې دي. کابل نیوز ته یو شمېر باوري سرچینو ویلي چې د بین الافغاني خبرو پيل تر نامعلومې نېټې ځنډېدلی دی. سرچینه کاږي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د خلاصون پر سر اختلاف د بین الافغاني خبرو د ځنډ لامل دی. د سرچینې په خبره: ((اساساً ټاکل شوې وه، چې د سولې بین الافغاني مذاکرات د جولای په ۱۵مه په دوحه کې ترسره شي، خو ویل کیږي چې د ۵ زره طالب بندیانو له جملې د ۵۹۷ له ازادولو سره د افغان حکومت د مخالفت له امله مذاکرات ځنډېدلي دي)).
بلخوا د سولې له خبرو باخبره کسان هم پر دې باور دي چې بین الافغاني خبرې ځنډېدلې دي او تر نامعلومې نېټې د ځنډ د راتګ پخلی کوي. تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د بین الافغاني خبرو د ځنډېدو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا وایي چې دوی د بندیانو خوشي کولو ته ژمن دي، بین الافغاني خبرې باید ژر پيل شي، خو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د دغو خبرو په لاره کې ستر خنډ دی. صدیقي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، افغان حکومت د سولې لپاره کلکه اراده لري او تر نن پورې یې ټول هغه اقدامات ترسره کړي دي چې د سولې په چارو کې اسانتیا راولي. د صدیقي په وینا: ((موږ د زندانیانو خوشي کولو ته ژمن یو، موږ ټولې هغه هڅې ترسره کې چې وکړی شي بین الافغاني خبرې اسانه کړي)).
د ولسمشر ویاند طالبان تورنوي چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنې ته یې پام نه دی کړی. د ده په خبره، طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته هم تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده او دغه تاوتریخوالی د سولې په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی. افغان حکومت تر دې وړاندې هم طالبان تورن کړي دي چې د سولې هڅو ته درناوی نه کوي او د ټولو غوښتنو او شرطونو پر خلاف یې تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده.
بلخوا د ولسي جرګې غړي بیا حکومت تورنوي چې د سولې په برخه کې رښتینی نه دی. د ولسي جرګې غړی پرویز عرب وایي، حکومت د سولې لپاره اراده نه لري. د ده په خبره: ((که موږ پوه شو چې د جګړې له لارې پایلې ته نه شو رسېدلی، نو ښه لاره یې سوله ده، باید بین الافغاني خبرې پيل شي، خو موږ وینو چې حکومت د سولې لپاره اراده نه لري)).
بلخوا زلمي خلیلزاد په وروستیو ورځو کې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو خبر ورکړی و. هغه ویلي وو چې ژر به بین الافغاني خبرې پيل شي. ولسمشر غني هم څو ورځې وړاندې په خپله یوه مرکه کې وویل چې ژر به طالب زندانیان خوشي کېږي او بین الافغاني خبرې به پيلېږي.
































