د خوړو او درملو د ملي ادارې مسوولین وايي، چې د هېواد ټول ګمرکونه تر کنټرول لاندې دي او د درملو او خوراکي توکو د قاچاق پر وړاندې د دغې ادارې مبارزه دوام لري.دوی دغه راز زیاته کړې، چې هر هغه درمل او خواړه چې د خوړو او درملو د ملي ادارې له اصولو او مقرراتو سره سمون نه خوري، قاچاق ګڼل کېږي.
































