د خوړو نړیوال پروګرام وایي، له افغانستان سره د لس زره ټنه مرسته شويو غنمو دوه زره او پنځه سوه ټنه یې چابهار بندر ته رسېدلي او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته ولېږدول شي. یاد بنسټ ویلي چې د هند لهخوا مرسته شوي غنم به د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته په افغانستان کې ووېشل شي. سرپرست حکومت د هند له دغو مرستو هرکلی کوي او له نوي ډیلي غواړي چې له افغانستان سره د اقتصادي او ډېپلوماسۍ په برخو کې هم همکاري وکړي. د ورکړ شویو معلوماتو له مخې په هېواد کې د بېوزلۍ د کچې له لوړېدو سره یوازې هند په تېر کال کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې له افغان ولس سره د ۴۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې ده.
































