د افغانستان سرپرست حکومت د کوکنارو کښت د مخنیوي په خاطر له زیانمن شویو افغان کروندګرو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه. د سرپرست حکومت مرستیال ویاند د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې دوی د اقتصادي ستونزو له کبله په هغو سیمو کې چې د کوکنارو مخه نیول شوې، لویې پروژې اجرا کولی نهشي، نو له نړیوالې ټولنې غواړي چې له کروندګرو سره د مرستې لپاره د متبادلو کارونو په برخه کې مرسته وکړي. د یوې بریتانیايي موسسې د سروې پر اساس، سږ کال په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لږ کوکنار کرل شوي دي. السیس موسسې ویلي چې د سپوږمکۍ په وسیله اخیستو تصویرونو ورته څرګنده کړې، تر هغه څه چې اټکل یې کاوه د کوکنارو د کښت مخه زیاته نیول شوې ده.
































