فراه کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د نوري فایبر پروژې چارې پیل شوې. دغه پروژه د فراه، فرارود د لويې لارې په اوږدو کې د ۷۰ کیلو متره په اوږدوالي سره پلې کیږي. د دغه ولایت د مخابراتو ریاست مسوولین وايي، د دې پروژې لګښت څه باندې ۴۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی. د فراه ولایتي مسوولین ډاډ ورکوي او وايي چې د فایبر له فعالیدو سره به د انټرنېټ سرعت زیات شي او ډیجټلي امنیت به یې هم خوندي شي. په ورته وخت کې ځايي مسوولین هم د دې پروژ د پلې کېدو پرمهال د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي. باید وویل وشي نوري فایبر نوري د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۵ هجري شمسي کال کې د ایران له لارې افغانستان ته دننه شو، چې تر اوسه ۲۸ ولایتونه له دغې پروژې سره وصل شوي دي.
































