د پکتیکا د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست تر چتر لاندې په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو کورنیو ته ۱۰۵ کورونه جوړېږي. د دغه ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس وايي، چې دغه کورونه د کنسرن موسسې په مالي ملاتړ د ۲۴ میلیونو او ٣٣٨ زره افغانیو په لګښت جوړېږی، چې هر کور به دوه د هستوګنې خونې، یو دهلیز، یو پخلنځی او تشناب ولري، چې هرې کورنۍ ته د لومړي قسط ۸۶ زره ۵۵۰ افغانۍ ورکړل شوې. نوموړي زیاته کړه، چې پاتې پیسې به په دوهم او درېیم قسط کې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو کورونو د رغولو چارې به د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
































