د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د عامې روغتیا وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د افغان روغتياپالانو خدمتونه ستايلي او غوښتنه يې کړې چې په ټول هېواد کې بايد ډاکتران معياري خدمتونو وړاندې کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال ويلي چې په روغتیایي برخه کې د معیاري خدماتو عرضه کولو لپاره پانګونه ډېره شوې ده. هغه لرې پرتو سیمو ته د روغتیایي خدماتو رسول او د ځايي کلینیکونو فعال ساتل د عامې روغتیا وزارت مهم لومړیتوبونو یاد کړي.
































