د امریکا د کورني امنیت وزارت یوه نوې پروسه اعلان کړې، چې له مخې یې افغان وګړي کولی شي، خپله مشروطه ازادي، یا لنډمهالې استوګنه تمدید او هلته خپل ژوند او کاروبار ته دوام ورکړي. دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، نوې پروسه ساده شوې او لګښت به نه ورباندې راځي او پر شرایطو برابر کسانو ته د دوو کلونو لپاره د مشروطې ازادۍ یا استوګنې د تمدید امکان برابروي. د کورني امنیت وزارت وايي، افغان وګړي که پر شرایطو برابر وي، هڅول شوي چې په امریکا کې د دایمي استوګنې موقف خپل کړي.
































