د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، د جوزجان-بلخ پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي. د جوزجان د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، چې نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د جوزجان ولایت د «قرهبوین علیا» کلي په سیمه کې یو کرولا ډوله موټر له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر شوی دی. نوموړی زیاتوي، چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی. د امنیې قومندانۍ ویاند د دغې پېښې لامل پر دغې لارې زورور توپان بولي.
































