روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۹۵ نمونې څېړل شوې دي چې یوازې د ۱۹۴ هغو پایله یې مثبته وه. له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۳ زره او ۸۴۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، دغه راز په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۲ کسان مړه شوي چې ورسره له همدې وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۹۲۲ ته پورته شوی دی. روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۶ تنه بېرته جوړ شوي چې ورسره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر بیا ۲۰ زره او ۱۵۱ ته لوړ شوی دی.
































