د فلسطين ولسمشر محمود عباس به د چين د ولسمشر شي جين پينګ په بلنه روانه اونۍ له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بينګ ولسمشر عباس د چين ښه ملګری بللی دی. محمود عباس به له عربي هېوادونو څخه د سږکال لومړی مشر وي، چې چين ته رسمي سفر کوي. وانګ ون بينګ وویل، چې چين تل له فلسطينيانو څخه ملاتړ کوي، چې د خپل ملت قانوني حقونه بيا اعاده کړي.
































