د چين د اوبو لګولو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د سږکال له جنورۍ څخه تر مې پورې د اوبو لګولو د پروګرامونو په برخه کې ۴۱۰ ميليارډ او ۶۰۰ میليونه يوانه پانګونه کړې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲.۱ سلنه زياتوالی ښيي.
د شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د اوبو لګولو د پروګرامونو د ابادۍ له امله یو ميليون او ۲۰۹ زرو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي. په ټول هېواد کې د اوبو لګولو د نويو پروګرامونو شمېر ۱۴ زرو او ۶۸۰ ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷۸۵ زيات شوی. د دغو نويو پروګرامونو پانګونې ۶۰۹ ميليارډو يوانو ته رسېدلي، چې ۱۵۰ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه يوانه زياتې شوي دي.
































