د فراه د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت دوه کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د یاد ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د ROP موسسې په مالي ملاتړ د ۱۳۴ زره او ۷۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د چین فارسي کانال د ۲۸۴ مترو او د فیض آباد کانال د ۵۵۲ مترو په اوږدوالي سره جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. هغه زیاته کړه، چې د یادو کانالونو د جوړولو ترڅنګ ۷ پلچکونه هم رغول شوي، چې چارې یې د ٣ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
































