د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په مشرۍ د کابینې ۳۴مه غونډه کې د اقتصاد وزارت د سرپرست په مشرۍ د ټرانسپورټي چارو د تنظيم کمېسيون ته دنده سپارل شوې، چې د معاملو د لارښوونو د دفترونو له لارې د ښي لاس اشترنګ لرونکو موټرو د پېر او پلور د معاملاتو د ثبت او څرنګوالي موضوع وڅېړي او پايله دې، د تصميم نيونې لپاره د کابينې غونډې ته وړاندې کړي. په یاده غونډه کې همدارنګه د کورنيو چارو وزارت په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت، علومو اکاډمۍ او احصايې او معلوماتو ملي ادارې سربېره د يو شمېر وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د بېلابېلو ادارو په ډېټابيسونو کې د يو شمېر ولسواليو نومونه، چې په انګليسي او پښتو کې سره متفاوت دي؛ وڅېړي، حل لاره دې ورته پيدا او د تصميم نيونې لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
































