د لغمان د کلیو، بیا رغوني او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د دغه ولایت د کلیو، بیا رغوني او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز شلټک کلي کې او د قرغیو ولسوالۍ په الم اباد، قاضي قلا او کریم آباد سیمو کې د قمر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
































