افغان حکومت وايي د طالبانو د پنځه زره زندانیانو له ډلې ۶۰۰ یې نه خوشي کوي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو دوی ته د پنځه زره زندانیانو لېست سپارلی دی خو په دې کې داسې کسان شته چې پر دوی حق العبد دی او په بېلو جرمونو کې ښکېل دي. د فیصل په وینا په دې کې ځینې د نشه يي توکو د قاچاق، قتل، غلا، فساد او نورو شخصي جرمونو په تور بندي کسان شامل دي. هغه وایي له طالبانو یې غوښتي چې ددې کسانو پر ځای دې د نورو زندانیانو لېست ور ولېږي او دوی به پنځه زره کسیز لېست پوره کړي. بلخوا یو شمېر سرچینو بیا دا هم ویلي چې په دې شپږ سوه کسانو کې ۳۰۰ یې درانه جرمونه لري چې په دې پروسه کې به ازاد نه شي. طالبان بیا ټینګار کوي چې باید د ورسپارل شوي لېست له مخې یې باید پنځه زره زندانیان خلاص کړل شي. بلخوا ویل کېږي چې ښايي د زندانیانو پر سر د کشمکش له امله د سولې بین الافغاني خبرې وځنډېږي.
































