د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د شمېرنې له مخې، د روان کال د مې په میاشت کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۳۴۵۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی او میاشتنيو وارداتو او صادراتو په پرله پسې ۴ میاشتو کې مثبته وده ساتلې. د روان کال په لومړيو
۵ مياشتو کې د بهرنۍ سوداګرۍ د معلوماتو پر بنسټ، د چین بهرنۍ سوداګرۍ د چټک پرمختګ مثبت تمايل ساتلی دی.
د روان کال په لومړيو ۵ مياشتو کې د چین د بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۱۶۷۷۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴،۷ سلنه زيات شوی دی. د دوی په منځ کې، له نویو پرمختيايي بازارونو سره تجارت د چین د بهرنۍ سوداګرۍ د ودې لپاره مهم خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.
د سیمه ییزو اقتصادي تبادلو د پياوړتيا له امله د سيمې د هراړخیزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون يا رسيپ (RCEP) نورو غړو ته د چین وارداتي او صادراتي ارزښت په پرله پسې ډول زیات شوی. د روان کال په لومړیو ۵ میاشتو کې، د رسيپ له نورو غړو سره د چین د بهرنۍ سوداګرۍ اندازه ۵۱۱۰ مليارډو یوانو ته رسیدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴،۵ سلنه زیاتوالی لري، رسيپ د چین د بهرنۍ سوداګرۍ له ۳۰ سلنې څخه ډېره برخه جوړوي.
































